کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د بنګلهدېش د جامو تولیدوونکې او صادروونکې ټولني مشر د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د هېواد رخت تولیدوونکي شرکتونه یې لېوال دي څو د پنبې وارداتو برخه کې له افغان سوداګرو سره په مستقیم ډول تړونونه لاسلیک کړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګلهدېش هېواد د جامو تولیدوونکې او صادروونکې ټولنې (BGMEA) له رییس سره ولیدل.
خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې له افغانستانه بنګلهدېش ته د پنبې صادراتو ډېرېدو او د ګډو همکاریو او دوهاړخیزو سوداګریزو اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وشوې.
د یادې ټولنې رییس ویلي، څرنګه چې افغانستان د لوړ کیفیت پنبه لري، نو د بنګلهدېش رخت تولیدوونکي شرکتونه لېوال دي چې په مستقیم ډول د افغانستان د پنبې له سوداګرو سره تړونونه لاسلیک کړي.
هغه زیاته کړې: «دا ټولنه د بنګلهدېش تر ټولو لویه ټولنه ده، چې تر چتر لاندې یې څلور زره د رخت تولیدوونکې فابریکې فعالیت کوي او هر کال شاوخوا ۴۰ میلیارده امریکايي ډالر صادرات لري. همدارنګه، د بنګلهدېش هېواد د پنبې د واردوونکو هېوادونو په قطار کې دویم مقام لري.»
زاهد د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو تاریخي اړیکې، اسلامي ورورولي او ګډ سوداګریز فرصتونه کولای شي د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.
یاد وزارت لیکلي چې دغه ناسته د دواړو لورو له خوا د متقابلو سوداګریزو همکاریو، د افغان پنبې لپاره د نوي بازار پیدا کېدو او د نساجۍ برخه کې د عملي تعامل لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP