کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د سلواغې له ۱۹مې وروسته له پاکستانه واردېدونکي درمل نه محصولوي او سوداګر دې تر دې نېټې پورې هلته خپلي اړوندې سوداګریزې معاملې په بشپړ ډول تصفیه کړي.
یاد وزارت د لړم په ۲۲مه خبر ورکړی و چې د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د هدایت پر اساس، له راتلونکو درېیو میاشتو وروسته له پاکستانه واردېدونکي درمل نه محصولوي.
مالیې وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي، اوسمهال له یادو درېیو میاشتو ۱۹ ورځي پاتې دي او د دغو ورځو له پوره کېدو وروسته به له پاکستانه واردېدونکي درمل په مطلق ډول نه محصولېږي.
سرچینې له ټولو سوداګرو غوښتي چې تر راتلونکو ۱۹ ورځو پورې خپلې اړوندې سوداګریزې معاملې په بشپړ ډول تصفیه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان شاوخوا درې میاشتې مخکې وروسته له هغه ټولې سوداګریزې لارې له افغانستان سره وتړلې چې پاکستاني ځواکونو ډیورند کرښې ته نږدې بریدونه وکړل او د افغانستان حریم یې نقض کړ او له هغه وروسته د اسلامي امارت ځواکونو هم غچاخیستونکي بریدونه ترسره کړل.
وروسته د افغانستان د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند د لړم په ۲۱مه له صنعتکارانو او سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای له بدیلو سوداګریزو لارو ګټه واخلي او که دا کار ونه کړي، د کومې ستونزې رامنځته کېدو په صورت کې اسلامي امارت د هغوی ستونزو ته رسېدنه نهکوي.
هغه ویلي وو، دا چې پاکستان په وار وار سوداګریزې لارې تړلې او اوس یې هم تړلې او له سوداګریزو مسایلو یې سیاسي استفاده کړې چې له امله یې د دواړو هېوادونو سوداګر او صنعتکاران زیانمن شوي، اسلامي امارت اړ شو چې دا پرېکړه وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترینګلتیاوو وروسته، د کابل او اسلاماباد ترمنځ مذاکرات یو ځل په قطر، یوځل په سعودي عربستان او دوه ځلې په ترکیه کې ترسره شول، خو مثبتو پایلو ته ونه رسېدل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي وو چې د پاکستاني پلاوي غیرمسوولانه چلند او نه همکاري د دې لامل شول چې د اسلامي امارت د نېک نیت او د منځګړو هڅو سربېره د ترکیې مذاکرات کومې پایلې ته ونه رسېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP