Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ له ۱۹ کلنو د کم‌عمرو نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان نن له تانزانیا سره لوبه کوي

کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله درېیمه لوبه نن له تانزانیا سره ترسره کوي.

له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو پنځوس‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د زمبابوې او نمیبیا په کوربه‌توب روانې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې افغان لوبډله به په دې سیالیو کې خپله درېیمه لوبه نن غرمه ۱۲ بجې د تانزانیا لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډله د سوېلي افریقا، ويسټ‌انډیز او تانزانیا له لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

دغه‌راز، افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې سوېلي افریقا او ویسټ‌انډیز لوبډلو ته ماتې ورکړې او د دغو سیالیو بل پړاو ته یې وار له مخه لار پیدا کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.