Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په غور کې له ایرانه راستانه شوي یو شمېر کډوال د کاري فرصتونو غوښتنه کوي

فیروزکوه (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۴): په غور کې له ایران راستانه یو شمېر کډوال د اقتصادي ستونزو له امله اندېښنه څرګندوي، وايي چې د کاري فرصتونو کموالي یې ژوند له جدي ننګونو سره مخ کړی او په دې برخه کې د حکومت او مرستندویو بنسټونو د پاملرنې غوښتنه کوي.

هغوی له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې بشري مرستې ورسره وکړي او ترڅنګ دې یې د دوی له کاري ظرفیتونو د ګټې اخیستنې لپاره دایمي کاري پروګرامونه رامنځته کړي.

بلخوا، د دغه ولایت سیمه‌ییز مسوولین وايي چې سږ کال دغه ولایت ته له ایران او پاکستان څخه شاوخوا دوه زره کورنۍ راستنې شوې او د بېلابېلو بنسټونو له خوا مرستې هم ورسره شوې دي.

راستانه شوي کډوال: حکومت او موسسې دې د کاري زمینو برابرولو پروګرامونه پیل کړي

غور ته له ایرانه راستون شوي رمضان سمندري پژواک خبري اژانس ته وویل چې شاوخوا پنځه کاله وړاندې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ایران ته مهاجر شو، هلته یې په ساختماني برخه کې کار کاوه او ژوند یې نسبتاً ښه و.

خو هغه زیاته کړه: «موږ پنځه میاشتې مخکې له ایرانه راوایستل شو، په کور کې اته کسان یو، ټول بېکاره یو. ما څو ځلط هڅه وکړه چې بیا ایران ته ولاړ شم، خو ونه شو، اوس هم په غور ولایت کې کار ډېر کم دی، له حکومت او موسسو غواړو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي.»

هغه وايي چې اوس‌مهال په یوه کرایي کور کې ژوند کوي او د اقتصادي ستونزو او شدیدې بېکارۍ له امله ډېر زیان ویني.

سمندري چې ویل یې، ډېری راستانه شوي کډوال په ساختماني، کرنې او لاسي صنایعو برخو کې کاري تجربې لري؛ هغه له سوداګرو، پانګه‌والو او موسسو غوښتنه وکړه چې په دې برخو کې د راستنېدونکو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

هغه څرګنده کړه: «موږ په ایران کې په ساختماني برخو کې کار کاوه او تجربه لرو، خو دلته کار ډېر کم دی، اکثره ورځې بېکاره پاتې کېږم او خالي لاس کور ته راځم. که موسسې او حکومت کاري پروژې پیل کړي، موږ به ډوډۍ پیدا کړو، د ولایت اقتصاد به هم ښه شي او بیا به هیڅکله مهاجرت ته نه مجبورېږو.»

خو دا ستونزه یوازې د رمضان سمندري نه ده، بلکې فضل‌احمد چې له ایرانه راستون شوی هم وايي چې د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ډېرې سختۍ ګالي او ان دې ستونزې یې پر رواني وضعیت هم منفي اغېز کړی دی.

هغه چې د شپږکسیزې کورنۍ یوازېنی ډوډۍ راوړونکی دی وايي: «دلته کار نشته، هره ورځ فلکې ته ځو، ځینې ورځې کار پیدا کېږي، دوه یا درې سوه افغانۍ کار کوو، دا پیسې د کورنۍ د اړتیا او کرایې لپاره کافي نه وي، خو اکثره ورځې بېکار پاتې کېږو، دې مسئلې موږ ډېر اندېښمن کړي یو، نه پوهېږم زموږ برخلیک به څه کېږي.»

هغه زیاتوي چې له ځینو موسسو چې یې کومې مرستې ترلاسه کړې، بسنه نه کوي، اړتیا ده چې د ژمنۍ مرستو ترڅنګ د کار زمینه هم ورته برابره شي.

فضل‌احمد هم له حکومت او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د غذايي او نغدي مرستو زیاتولو ترڅنګ، د راستنو شوو لپاره د کار زمینه هم برابره کړي.

له بلې خوا، ۳۲ کلن عبدالکریم چې له ایرانه دغه ولایت ته راستون شوی، هم له ورته ستونزې سره مخ دی او د اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو د پاملرنې غوښتونکی دی.

هغه چې څو کاله مخکې د جګړو او بېکارۍ له امله ایران ته مهاجر شوی و وايي: «موږ په ایران کې هر څه لرل، ښه کور او ژوند مو درلود؛ خو څلور میاشتې مخکې موږ راوایستل شوو. ټوله شتمني مو هلته پاتې شوه او راغلو، اوس په خراب حالت کې ژوند کوو.»

هغه زیاته کړه: «موږ څلور کورنۍ یو چې را ایستل شوې یو، دلته له راورسېدو وروسته، کار ډېر کم دی، کورنیو ته د نفقې برابرولو اندېښمن کړي یو، له بلې خوا، د لوڼو د تعلیم په اړه هم اندېښمن یو، دلته نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري.»

هغه هم د مرستې غوښتنه کوي او وایي: «اوس‌مهال تر ټولو مهمه خبره داده چې کار پیدا شي، حکومت، موسسې، مرسته‌کوونکي کسان او شتمن باید داسې کار وکړي چې خلک له بېکارۍ راووځي او د کار زمینه برابره کړي.»

مسوولین: د راستنو شوو د ستونزو د حل لپاره ښه پلان لرو

له بلې خوا، د غور سیمه‌ییز مسوولین وايي چې سږ کال دغه ولایت ته له ایران او پاکستان څخه شاوخوا دوه زره کورنۍ راستنې شوې او مرستې هم ورسره شوې دي.

د غور د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس انجنیر میراحمد مصمم پژواک ته وویل: «سږ کال شاوخوا دوه زره کورنۍ له ایران او پاکستان څخه غور ولایت ته راستنې شوې، موږ ټولو ته مرستې برابرې کړې او یو شمېر مو یې د فني او حرفوي زده‌کړو پروګرامونو کې داخل کړي، د کمېټې هڅې د بې‌ځايه شوو او راستنو شوو وضعیت ته د رسېدنې لپاره روانې دي او په راتلونکي کې د هغوی لپاره ښه پروګرامونه لرو.»

د یادونې وړ ده، خلک له ډېرو کلونو راهیسې د بېکارۍ له ستونزې رنځ وړي او د خپلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره اړ شوي چې مهاجرت وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.