Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زده‌کړو نړۍواله ورځ؛ یونیسکو: نړۍ کې باکیفیته زده‌کړو ته د ځوانانو لاسرسی لا هم محدود دی

کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونیسکو) د زده‌کړو نړۍوالې ورځې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو د زده‌کړو په راتلونکي کې د ځوانانو پر محوري رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له ۳۰ کلونو کم‌عمره ځوانان، سره له دې چې د نړۍ له نیمایي ډېر نفوس جوړوي، خو په نامتناسب ډول له فقر، نابرابرۍ، باکیفیته زده‌کړو ته له محدود لاسرسي او د مناسبو کاري فرصتونو له نشتوالي زیان ویني.

نن شنبې (د جنورۍ ۲۴مه) د زده‌کړو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده؛ هغه ورځ چې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې نمانځل کېږي.

یونیسکو د همدې ورځې په مناسبت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې له ۳۰ کلونو کم‌عمره ځوانان د نړۍ له نیمایي ډېر نفوس جوړوي، خو بیا هم په نامتناسب ډول له فقر، نابرابرۍ، باکیفیته زده‌کړو ته له محدود لاسرسي او د مناسب کار د فرصتونو له نشتوالي اغېزمنېږي.

سرچینه زیاتوي: «د زده‌کړو راتلونکي په جوړولو کې ځوانان ځانګړی رول لري؛ ځکه هغوی له تعلیمي پروګرامونو اصلي ګټه‌اخیستونکي دي او راتلونکی یې له دغو نظامونو سره تړلی دی. له همدې امله، د زده‌کوونکو او ځوانانو معناداره ګډون د هغه ښوونیز نظام په ګډه جوړولو کې چې دوی یې غواړي، د هغوی د هیلو او موخو پوره کېدو لپاره بنسټیز ارزښت لري.»

د یونیسکو په خبره، سره له هغو پرمختګونو چې د زده‌کړو نړۍوالو پرېکړو کې د ځوانانو او زده‌کوونکو د ګډون برخه کې شوې دي ـ د دوامدارې پراختیا د څلورم هدف (SDG 4) عالي رهبرۍ کمېټه کې د نړۍوالو مشرانو ترڅنګ د هغوی لپاره د یوې دایمي څوکۍ ځانګړې کول هم شامل دي ـ لا هم اړتیا ده چې نور ګامونه واخیستل شي، څو ځوانان د مکتب له کچې نیولې تر ملي سطحې او د نړۍوالو انکشافي همکاریو تر پروګرامونو پورې، د ښوونیزو نظامونو د ‌جوړوونکو ترڅنګ فعاله او اغېزناکه ونډه ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.