Language

سپین‌بولدک کې له پاکستانه قاچاق شوي ١٢٠٠ کارتنه درمل وسوځول شول

کندهار (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۴): د ۲۰۵ البدر قول اردو وایي، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یې له پاکستانه افغانستان ته قاچاق کېدونکي ١٢٠٠ کارتنه درمل نیولي او سوځولي دي.

د دغهدقول اردو په خبرپاڼه کې راغلي چې د شپږمې سرحدي عبیده لواء د لومړي کنډک ځواکونو دغه درمل د سپین بولدک ولسوالۍ په «لقمان» کلي کې د یو ځانګړي استخباراتي راپور پر بنسټ نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه درمل هغه مهال نیول شوي چې قاچاق وړونکو غوښتل په ناقانونه ډول یې له پاکستان څخه افغانستان ته انتقال کړي.

سرچینه زیاتوي، نیول شوي قاچاقي درمل د قانوني کړنلارې له مخې د امنيتي مسوولینو او اړوندو ادارو د استازو په حضور کې وسوځول شول.

۲۰۵ البدر قول اردو ویلي، چې امنیتي ځواکونه د سرحدي سیمو امنیت ته جدي پاملرنه لري او د قاچاقي توکو د مخنیوي په برخه کې خپلې هڅې روانې ساتي.

څه موده مخکې هم د سپین بولدک ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې قاچاقي درمل نیول شوي او سوځول شوي وو.