کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وايي چې د سالنګ لویه لار لا هم د واورې ډېر ضخامت، تېزو بادونو او نامناسبې هوا له امله نه ده پرانیستل شوې او د پاکولو عملیات یې جریان لري.
د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف صمیم نن (یکشنبه) پر خپل اېکسپاڼه لیکلي چې د سالنګونو لویه لاره د تېرو څو ورځو په اوږدو کې د ډېرې واورې ورېدو، توپانونو او د لید ساحې محدودیت له امله په موقت ډول د ټولو وسایطو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د سالنګونو د څارنې او ساتنې ریاست له دوو ورځو راهیسې د دې لویې لارې په بېلابېلو برخو کې د واورې پاکولو عملیات پیل کړي؛ خو د واورې د ډېر ضخامت، تېزو بادونو او نامناسبې هوا له امله لا هم پرانیستل شوې نه ده.
سرچینې له ټولو هېوادوالو او موټرچلوونکو غوښتنه کړې، څو چې د وزارت رسمي خبرتیا خپره شوې نه وي او د لارې د وضعیت او خوندیتوب په اړه ډاډ نه وي ورکړل شوی، پر یاده لار دې له سفر کولو ډډه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP