Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پژواک له راپور وروسته د زرنج د ترمینل سیمې کډوالو ته خېمې او د څښاک اوبه برابرې شوې

زرنج‌ښار (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۴): د پژواک د هغه راپور له خپرېدو وروسته چې د نیمروز د مرکز زرنج ښار د «ترمینل» سیمه کې د بې‌ځایه شوو او راستنو شوو کورنیو د ژوند د ناسم وضعیت په اړه خپور شوی و، اوس یوې خیریه موسسې له دغو کورنیو سره د خېمو مرسته کړې او د څښاک پاکې اوبه یې ورته برابرې کړې دي.

پژواک د روان کال د مرغومي په ۱۲مه په یاده سیمه کې د «ژمی او په زړو خېمو کې ژوند؛ زرنج ښار کې د لسګونو بې‌ځایه شوو او راستنو شوو کورنیو کیسه» تر سرلیک لاندې یو راپور خپور کړی و.

په راپور کې دغو کورنیو له اقتصادي ستونزو، څیرو او خرابو خېمو او د ژمي له سختې یخنۍ شکایت کړی و او له حکومت، موسسو او مرسته‌کوونکو یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

اوس یو شمېر دغو بې‌ځایه شوو له پژواکه د راپور له خپرولو مننه کړې او وایي چې یوې خیریه موسسې دوی ته د خېمو د وېش ترڅنګ د څښاک پاکې اوبه هم برابرې کړې دي.

په یاده سیمه کې د بې‌ځایه شوو استازی حضرت‌ګل وایي چې د مرغومي په ۲۰مه د بشري مرستو نړۍوالې او غیردولتي موسسې (Solidarités International) دوی ته خېمې ووېشلې او د څښاک پاکې اوبه یې ورته برابرې کړې.

هغه وویل: «وروسته له هغه چې تاسو راغلي واست، د مرغومي په ۲۰مه، د (Solidarités International)  موسسه راغله، موږ ته یې خېمې ووېشلې او د اوبو ټانکرونه یې هم راوستل.»

د هغه په خبره، د یادې موسسې مسوولینو ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

حضرت‌ګل زیاتوي: «موږ له تاسو ډېره مننه کوو چې زموږ غږ مو موسسو او حکومت ته ورساوه.»

له بلې خوا، قزل‌ګل، هغه ښځه چې په دې سیمه کې له خپلو اولادونو سره تر یوې خېمې لاندې ژوند کوي، وایي: «خدای دې خیر درکړي، ستاسو د راپور له خپرېدو وروسته زموږ ټوټه ټوټه او څیرې شوې خېمه پر یوې نوې خېمې بدله شوه.»

سکینه، بله ښځه چې په دې سیمه کې تر خېمې لاندې ژوند کوي، وایي: «کله چې تاسو راغلئ او زموږ له وضعیت مو راپور واخیست، خپله مو ولیدل چې موږ تر نازکو او زړو خېمو لاندې ژوند کاوه، له تاسو یوه اونۍ وروسته دولت او موسسه راغلل او موږ ته یې خېمې راکړې، له تاسو مننه کوو چې زموږ غږ مو دولت ته ورساوه.»

د هغې په خبره، اوس هره ورځ د موسسو او حکومت له لوري د اوبو ټانکرونه ورځي او دوی ته اوبه ورکوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.