Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د المپیک ملي کمېټې له دوو نړۍوالو سیالیو مډال‌راوړونکي وستایل

کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د المپیک ملي کمېټې او د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د بحرین په کوربه‌توب د نوو ځوانانو له اسیايي او د سعودي عربستان په کوربه‌توب د اسلامي هېوادونو د پیوستون له سیالیو د سرو زرو، سپینو زرو او برونزو مډال‌راوړونکي وستایل.

په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وویل چې د افغانستان ورزش په دې وروستیو کې په نړۍواله کچه ښه ځلېدلی دی.

هغه زیاته کړه، ورزشکاران د ټول هېواد ویاړ دي او باید ملاتړ یې وشي.

د هغه په خبره: «هغه ځوانان چې د ورزش برخه کې روزل کېږي او په تمرین مصروف دي، تشویق ته اړتیا لري، ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لري؛ ځکه زموږ ملت بېوزلی دی، ډېرې کورنۍ اقتصادي ستونزې لري، ولې بیا هم دغه کورنۍ چې اقتصادي ستونزې لري، با استعداده ځوانان لرو چې ځلېږي او افتخار راوړي، بس حق یې دی چې د دغو ځوانانو ملاتړ وشي.»

په یاده غونډه کې  د ریاست‌الوزراء مقام د دفتر رییس ډاکټر ملا عبدالواسع وویل چې ا.ا. د ورزشکارانو هر اړخيز ملاتړ کړی دی.

هغه له ورزشکارانو غوښتنه وکړه چې هڅه دې وکړي څو د افغانستان لپاره نور ویاړونه هم ترلاسه کړي.

‏په یاده غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل، دغو ورزشکارانو ډېره خواري کړې څو د افغانستان لپاره ویاړ ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه، نننې غونډه د هغو ورزشکارانو د ستاینې لپاره ده چې د بحرین د نوو ځوانانو له اسیايي او د سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو د پیوستون له سیالیو یې د سرو زرو، نقرې او برونزو مډالونه راوړي دي.

نوموړي وویل چې اسلامي امارت او د ورزش اداره د ورزشکارانو تر شا ولاړه ده او د هغوی ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه، د ورزشکارانو تقدیرول به هغوی لا دې ته وهڅوي څو د هېواد لپاره نورې لاسته‌راوړنې ولري.

وثیق وایي چې د افغان لوبغاړو په ځلېدو سره نړۍ ته د افغانستان غوره او مثبت انځور وړاندې شوی دی.

فیاض‌احمد چې د بحرین په کوربه‌توب اسایي سیالیو کې د نقرې مډال ګټلی پژواک خبري اژانس ته وویل، خوشحاله دی چې دوی د ورزش ادارې له لوري وستایل شول.

هغه زیاته کړه: «دغه ملاتړ به موږ نور هم دې ته وهڅوي څو په نړۍوالو لوبو کې ښه وځلېږو او د هېواد لپاره لاسته‌راوړنې ولرو.»

دغه‌راز، د بحرین په کوربه‌توب اسایي سیالۍ چې د ۲۰۲۵ کال په اکټوبر میاشت کې ترسره شوې، افغان ورزشکارانو په‌کې شپږ بېلابېل مډالونه ترلاسه کړل او د سعودي عربستان د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالۍ چې د ۲۰۲۵ کال په نومبر میاشت کې ترسره شوې او افغان ورزشکارانو په‌کې یو د سرو زرو، یو د نقرې او یو د برونزو مډالونه ترلاسه کړي وو.

د یادونې ده، دغو مډال‌راوړنکو ته د ریاست‌الوزرا د مقام له لوري شپږ موټر او څلور موټرسایلکونه د جایزې په توګه ورکړل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.