Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت: د رسنیو د ملاتړ د درېیو بنسټونو جوازونه تمدید او پاتې نور لغوه شول

کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د رسنیو او خبریالانو له ملاتړو بنسټونو یې د درېیو جوازونه تمدید او د پاتې نورو یې «د خبریالانو له پرله‌پسې شکایتونو او غیرمسلکتوب» له امله لغوه کړي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وزارت د خبریالانو او رسنیو له پرله‌پسې شکایتونو وروسته د رسنیو او خبریالانو د ملاتړو بنسټونو هر اړخیزه ارزونه وکړه.

خبرپاڼه کې راغلي: «په پایله کې څرګنده شوه چې د نهادونو کثرت او یو شمېر نهادونو د مسوولینو غیرمسلکیتوب د خبریالانو او رسنیو ستونزو د حل پر ځای هغوی ته لا ډېرې ستونزې زېږولې وې او په نړۍواله کچه یې د افغانستان د رسنیزو نهادونو باور ته زیان رسولی و.»

سرچینه زیاتوي چې یو شمېر بنسټونه له څه مودې راهیسې غیرفعال وو.

خبرپاڼه کې راغلي چې پورتنیو مواردو ته په کتو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبرۍ پرېکړه وکړه چې د هېواد په کچه «د افغان خبریالانو او رسنیو ملاتړ بنسټ»، «افغان مطبوعاتي مرکز» او «د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې» جوازونه تمدید او د پاتې نورو لغوه کړي.

یاد وزارت لیکلي، یاده پرېکړه به له یوې خوا د خبریالانو او رسنیو د حقوقو تامین سربېره د خبریالانو او رسنیو په نوم د ناوړه ګټې اخیستنې مخه ونیسي او له بلې خوا به د نهادونو فعالیتونه موثر او منظم شي او باور به یې ساتل شوی وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.