کابل (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۴): په داسې حال کې چې افغانستان هر کال د سېلابونو، زلزلو او وچکالیو په څېر طبیعي پېښو سره مخ وي، کارپوهان وایي چې د رسنیو له لارې د پر وخت، کره او باوري معلوماتو ته د خلکو لاسرسی کولای شي د تلفاتو په کمولو او د دغو پېښو د پایلو په مدیریت کې ټاکونکی رول ولوبوي.
د افغانستان بېلابېل ولایتونه په وروستیو کلونو کې له سېلابونو، زلزلو، وچکالیو او نورو طبیعي پېښو سره مخ شوي چې له امله یې ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د پوهنتون استاد محمدصیام حلیم پژواک ته وویل چې رسنۍ د بحرانونو پر مهال د دقیقو او باوري معلوماتو په وړاندې کولو سره د خلکو اندېښنې راکموي.
د هغه په باور، کله چې خلک پوه شي چې له کوم خطر سره مخ دي او کوم اقدامات باید ترسره کړي، کولای شي د خپل ځان او مال ساتنه په ښه ډول وکړي، او له بحرانونو خبرتیا د دې لامل کېږي چې منطقي پرېکړې وکړي.
هغه زیاته کړه: «د بېلګې په ډول، د سېلاب د وخت او شدت په اړه پوهاوی او همدارنګه د ناروغیو د مخنیوي لارې چارې، دا زمینه برابروي چې پر وخت اقدامات وشي او د ډېرو زیانونو مخه ونیول شي.»
نوموړي د اطلاع رسولو پر مهال پر ډېر دقت ټینګار وکړ ویې ویل، رسنۍ مسوولیت لري چې د بحران پر مهال کره، روښانه او تایید شوي معلومات خپاره کړي؛ ځکه نیمګړي او ناسم معلومات کولای شي وېره رامنځته کړي، ناسمې پرېکړې وزېږوي او ان د یوې کورنۍ د غړو ژوند له خطر سره مخ کړي.
هغه زیاته کړه: «د افغانستان رسنیو د عامه پوهاوي برخه کې ښه رول لوبولی؛ خو په ځینو مواردو کې باوري سرچینو ته د نهلاسرسي له امله ناوخته اطلاعرسونه د بحرانونو د پوښښ له مهمو کمزوریو څخه ده.»
د هغه په خبره، رسنۍ د چټکې، روښانه او پرلهپسې خبرتیا له لارې کولای شي د اوازو مخه ونیسي او د باوري سرچینو کارول، د خلکو پوښتنو ته ځواب ویل او د واقعیتونو ساده تشریح د خلکو باور زیاتوي او نه پرېږدي چې خلک پر اوازو او ناسمو خبرونو باور وکړي.
حلیم زیاته کړه چې په راتلونکي کې د بحرانونو د پوښښ برخه کې د خبریالانو روزنه، له مسلکي ادارو سره نږدې همکاري، پر عامه پوهاوي تمرکز او له سیمهییزو رسنیو ګټه اخیستل کولای شي د بحران پر مهال د اطلاعرسونې کیفیت په څرګند ډول ښه کړي.
له بلې خوا، لیکوال او د رسنیو چارو پوه قاضي نجیبالله جامع وایي چې د رسنیو له لوري خلکو ته د کره او پر وخت معلوماتو رسول، په ځانګړي ډول د طبیعي پېښو او ساري ناروغیو په څېر بېړنیو حالاتو کې، نه یوازې عامه پوهاوی زیاتوي، بلکې د خلکو ترمنځ ملي یووالی هم پیاوړی کوي.
هغه زیاته کړه، د طبیعي پېښو او ساري ناروغیو په اړه خبراوی خلک له رواني پلوه د مقابلې لپاره چمتو کوي او د ځاني او مالي زیانونو مخه نیسي.
جامع وویل چې رسنۍ په ننني عصر کې د نظامونو له بنسټیزو ستنو دي او پر وخت خبرتیا خلک له خطرونو خبروي. هغه ټینګار وکړ، که رسنۍ په دې ډول حالاتو کې کره معلومات خپاره نه کړي، یا د ملي ګټو، د هېواد د امنیت او د خلکو د ټولنیز ژوند پر ضد مطالب خپاره کړي او د بحران په مدیریت کې پاتې راشي، دا د دوی د ژمنو نه پالنه ښيي.
هغه د عامه پوهاوي، ملي یووالي او د سختو حالاتو پر مهال د خلکو د ملاتړ برخه کې د افغانستان د رسنیو فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل؛ د بېلګې په توګه یې د هرات او کونړ زلزلې، د شمال سېلابونه او پر افغانستان د پاکستاني نظامي رژیم بریدونه یاد کړل ویې ویل چې رسنیو په دې پېښو کې خپلې دندې سمې ترسره کړې دي.
د هغه په خبره، په ځینو حالاتو کې ځینې تبلیغاتي ادارې د افغانستان د خلکو د یووالي او ارزښتونو پر ضد نشرات کوي او رسنۍ باید په دغو حالتونو کې هوښیارې وي او د اوازو تر اغېز لاندې را نه شي.
په همدې حال کې، د چاپېریالي چارو کارپوه نجیبالله سدید وویل چې د بحرانونو په لومړیو پړاوونو کې، په ځانګړي ډول د طبیعي پېښو پر مهال، د عامه پوهاوي برخه کې د رسنیو رول ډېر مهم دی.
هغه ټینګار وکړ چې په نړۍواله کچه د هوا او طبیعي پېښو د وړاندوینې لپاره ګڼ مرکزونه شته، له زلزلو او ځینو ځانګړو پېښو پرته، ډېری طبیعي پېښې د اټکل وړ دي.
هغه وویل، رسنۍ په حقیقت کې د څېړنیزو مرکزونو او خلکو ترمنځ د پله رول لري، له همدې امله یې رول ډېر مهم دی.
سدید د بحرانونو په اړه د خبرتیا پر مهال پر دقت او روڼتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «که رسنۍ وکولای شي کره معلومات له اړوندو مرکزونو د خلکو لپاره په ساده او عامه ژبه وړاندې کړي، دغه کار به ډېر ګټور تمام شي.»
هغه د طبیعي پېښو مدیریت برخه کې د رسنیو د رول په اړه وویل چې دغه رول په درېیو پړاوونو کې، لکه له پېښې مخکې، د پېښې پر مهال او له پېښې وروسته، ارزښت لري او رسنۍ کولای شي په هر پړاو کې اغېزناکه مرسته وکړي.
سدید زیاته کړه، د توپان، دوړو، سېلاب، واورې ښویېدنې او یا د خرابو لارو په اړه د پېښو له رامنځته کېدو مخکې پر وخت خبرتیا کولای شي د تلفاتو او زیانونو په کمېدو کې مهم رول ولوبوي؛ ځکه خلک د معلوماتو په لرلو سره له غیر ضروري سفرونو ډډه کوي او د تلفاتو کچه راټیټېږي.
هغه زیاته کړه، رسنۍ د کره معلوماتو او د متخصصینو او پوهانو د نظرونو په کارولو سره خلکو ته دا هم ښيي چې کومه پېښه رامنځته شوې او له هغې کوم درسونه اخیستل کېدای شي، څو په راتلونکي کې د طبیعي پېښو اغېزې راکمې او تلفات لږ شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې رسنۍ له پېښې مخکې، د پېښې پر مهال او له پېښې وروسته په ټولو پړاوونو کې ډېر مهم رول لوبولای شي.
هغه د وچکالیو او پر کرنه یې د اغېزو په اړه وویل چې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د اوږدمهاله طبیعي پېښو لکه موسمي او څوکلنو وچکالیو په اړه نه یوازې خلکو ته خبر ورکول کېږي، بلکې دا هم ورښودل کېږي چې کوم ډول کښتونه وکړي، څو لږ زیان وویني.
سدید وویل، معلومات باید په ساده او عامه ژبه وړاندې شي؛ ځکه عادي خلک په تخنیکي او پېچلو معلوماتو نه پوهېږي.
هغه زیاته کړه چې د بحران پر مهال، د معلوماتو ترڅنګ باید خلکو ته لازم تدابیر هم وښودل شي؛ د بېلګې په توګه، که د سړې هوا څپه را روانه وي، رسنۍ باید خلکو ته ووایي چې کوم کارونه ترسره کړي. همدارنګه د سېلاب پر مهال اړوندې ادارې باید د رسنیو له لارې خلکو ته د موقتي ځایونو، خوندي لارو او د څارویو ساتنې په اړه لارښوونې وکړي.
سدید یادونه وکړه چې ځیني خلک موبایل او ټولنیزو شبکو ته لاسرسی نه لري، له همدې امله اړینه ده چې خلکو ته خبرداری او معلومات د محلي رسنیو لکه ټلویزیون، راډیو او یا دودیزو لارو لکه جوماتونو ورسېږي.
د هغه په باور، کله چې خلک د یوې موضوع، په ځانګړي ډول د طبیعي پېښو په اړه کافي معلومات ولري، لږ وېرېږي او د لا ښو تدابیرو نیولو توان پیدا کوي.
هغه غوښتنه وکړه چې رسنۍ باید د چاپېریال اړوندو پروګرامونو لپاره مسلکي کسان وګوماري.
د رسنیو د رول په اړه د خلکو نظرونه
د هرات اوسېدونکی ذکرالله وایي چې رسنۍ، په ځانګړي ډول د طبیعي پېښو پر مهال د مرستې او خبرتیا برخو کې مهم رول لري.
هغه وویل: «هغه زلزله چې موږ یې په هرات کې شاهد وو، رسنیو یې په اړه ډېر اغېزناک رول ولوباوه او وتوانېدې چې د زلزلې انځور نړۍ ته ورسوي، څو خلکو ته مرستې ورسېږي او له نورو خطرونو مخنیوی وشي.»
هغه د کرونا وبا یادونه هم وکړه ویې ویل چې رسنیو په هماغه وخت کې هم ښه فعالیت درلود.
هغه زیاته کړه چې رسنیو د هرات په ځینو ولسوالیو کې د وچکالۍ پر مهال بزګرانو ته بدیل کښتونه ور وپېژندل.
ذکرالله وویل: «زما په اند رسنیو د بحران پر مهال خپله دنده تر ډېره ښه ترسره کړه او خلکو ته یې پر وخت کره معلومات ورسول، چې بېلګه یې له ایران څخه د راستنو شوو کډوالو قضیه ده.»
هغه وویل، که رسنۍ خپل دقت لا زیات کړي، نو په ټولنه کې به یې ارزښت نور هم لوړ شي.
په همدې حال کې، د غور ولایت اوسېدونکی ذبیحالله وفا وایي چې رسنۍ د بحرانونو پر مهال ډېر مهم رول لوبولی شي.
هغه وویل: «سره له دې چې رسنیو هڅې کړې، خو لا هم په ډېرو مواردو کې پر وخت، کره او هر اړخیزه اطلاعرسونه نه کېږي. د امکاناتو کمښت، سرچینو ته محدود لاسرسی، لرې سیمې او کله ناکله له مسوولو ادارو سره د همغږۍ نشتون لامل کېږي چې خلک ناوخته خبر شي.»
هغه ټینګار وکړ چې رسنۍ باید پیاوړې شي، خبریالان د بحرانونو د راپور ورکولو برخه کې وروزل شي او د رسنیو او دولتي ادارو ترمنځ اړیکې نږدې شي، څو رسنۍ وکولای شي د خلکو د ژوند خوندیتوب او د بحرانونو د خطر کمېدو لپاره اغېزناک رول ولوبوي.
له بلې خوا، د جوزجان د مرکز شبرغان ښار اوسېدونکی قیسمحمد محمدي وایي چې رسنۍ د سېلابونو او زلزلو په څېر طبیعي پېښو پر مهال د خلکو د ژوند د ژغورنې برخه کې ډېر مهم رول لري.
هغه وویل: «عملي لارښوونې لکه د زلزلې پر مهال چېرته پناه واخیستل شي او پر کومو لارو سفر ونه شي، دا ټول معلومات موږ له رسنیو ترلاسه کولای شو.»
هغه څرګنده کړه چې رسنۍ د وېرې او اوازو د مخنیوي سبب کېږي او کله چې خلک له رسنیو معلومات ترلاسه کوي، ډېر کم له سردرګمۍ سره مخ کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP