Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متحده عربي اماراتو افغانستان کې له ګاز څخه د برېښنا د تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۴):  د متحده عربي اماراتو یوې کمپنۍ افغانستان کې له ګاز څخه د زر میګاواټه برېښتا د تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان برېښنا شرکت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي رییس ملا عبدالحق همکار د اماراتي «HMM» کمپنۍ له مشر، ‎تانکوت داشد میر سره، په افغانستان کې له ګاز څخه د برېښنا د تولید په اړه د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس د یادې کمپنۍ مسوولینو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې اوس د برېښنا د تولید برخه کې پانګونې ته ښه شرایط برابر شوي او پانګه‌وال په ډاډه زړه د برېښنا تولید او بنسټونو جوړولو برخو کې پانګونې کولای شي.

سرچینه زیاتوي، د یادې کمپنۍ مسوولینو په دې ناسته کې له ګاز څخه د برېښنا تولید پروژو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او د متحده عربي اماراتو اېچ‌اېم ګروپ کمپنۍ په افغانستان کې د برېښنا برخه کې د ځان بسیاینې لپاره په لومړي پړاو کې د ۱۰۰۰ میګاواټه په ظرفیت د برېښنا د تولید برخه کې پانګونې ته خپل چمتووالی څرګند کړ.

د افغانستان برېښنا شرکت لیکلي، دغه‌راز د دې ترڅنګ له ګاز څخه د برېښنا د تولید تخنیکي اړخونو، د امکان وړ پلانونو، د راتلونکي لپاره د تخنیکي بحثونو په اړه خبرې وشوې او د ګډو همکاریو او تخنیکي بحثونو د دوام ډاډ ورکړل شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.