Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ۲۰۲۶ کال د فوټسال اسیا ملتونو جام سیالۍ؛ افغانستان نن له سعودي عربستان سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اندونیزیا په کوربه‌توب د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو په لړ کې نن له سعودي عربستان سره لوبه ترسره کوي.

د ۲۰۲۶ کال د فوټسال اسیا ملتونو جام سیالۍ پرون د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د اندونیزیا په کوربه‌توب پیل شوې دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا د ملتونو جام سیالیو په لړ کې نن له غرمې مخکې لس‌نیمې بجې له سعودي عربستان سره لوبه کوي.

دغه‌راز، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا له ملي لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.