Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

چین او بریتانیا پر اوږدمهاله ستراتیژیکې ملګرتیا هوکړه وکړه

د چین او بریتانیا مشرانو د «هراړخیزې او اوږدمهالې ستراتیژیکې ملګرتیا» پر جوړولو هوکړه کړې ده او د چین ولسمشر ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه د نړیوالې سولې او ثبات په ساتنه کې ګډ مسؤلیت لري.

د چاینا مارنینګ پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې چین او بریتانیا نن په بیجینګ کې د چین ولسمشر شي جین‌پینګ او د بریتانیا لومړي وزیر کیر استارمر تر لیدنې وروسته ژمنه وکړه چې خبرې اترې او همکارۍ به پراخوي.

د چین دولتي خبري اژانس شینهوا د راپور له مخې، شي جین‌پینګ او کیر استارمر د خلکو په لوی تالار کې په خپلو خبرو کې هوکړه وکړه چې «هراړخیزه، ستراتیژیکه، باثباته او اوږدمهاله ملګرتیا» به وده ورکوي.

د چین ولسمشر د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د «نوې پاڼې» د پرانیستلو غوښتنه وکړه او د بریتانیا لومړي وزیر وویل چې اړیکې «په ښه حالت» کې دي.

استارمر وروسته اعلان وکړ چې له بیجینګ سره څو هوکړې شوې دي؛ له دې ډلې، د بریتانیا وګړو ته د چین د ۳۰ ورځو بې‌ویزې سفر اسانتیا او همدارنګه د خدمتونو په برخه کې د دوه‌اړخیز تړون د خبرو د پیل د امکان د ارزونې هوکړه.

سربېره پر دې، شي جین‌پینګ له دواړو هېوادونو وغوښتل — چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي او د نړۍ ستر اقتصادونه دي — څو د نړیوالې سولې او ثبات د ساتنې لپاره خپلې همکارۍ پیاوړې کړي.

د راپورونو له مخې، بریتانیا د نړۍ دویم لوی د خدماتو صادرونکی هېواد دی او په دې برخه کې د چین تقاضا مخ په زیاتېدو ده. د خدماتو په برخه کې ملګرتیا کولی شي په چین کې د بریتانیا شرکتونو سوداګري اسانه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.