Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې په راتلونکو درېیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو او د ناڅاپي سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت نن (پنجشنبه، د سلواغې ۹مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د روانې سلواغې میاشتې له ۱۰مې تر ۱۲مې پورې په هرات، غور، بادغیس، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، اروزگان، جوزجان، سرپل، فاریاب، بلخ، غزني، لوګر، میدان‌وردګو، کابل او پروان ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو او سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په ځینو سیندیزو حوزو کې د اوبو کچې لوړېدو احتمال هم شته.

سرچینې د سیندونو څنګ ته له نږدې اوسېدونکو غوښتي چې د خطر په صورت کې سیندونو له نږدې کېدو ځانونه وساتي او د لاندې سیمو خلکو ته هم خبر ورکړي څو د مرګ‌ژوبلې اوښتو مخه ونیول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.