Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جزایي اصول‌نامې په اړه د ا.ا د ویاند څرګندونې

کابل (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۴): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، جزایي اصولنامه د شریعت او حنفي فقهې له مخې جوړه شوې، پر شریعت باید څوک نیوکه ونه کړي او ځان پرې پوه کړي.

ذبیح‌الله مجاهد له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، جزایي اصولنامې له پخوا شتون درلود، اسلامي امارت له بیاځلي واکمېندو مخکې هم محاکم درلودل او د هغې اصولنامې له مخې یې پرېکړې کولې چې د شریعت او حنفي فقهې له مخې جوړه شوې وه .

ده ویلي، پخوا جګړه وه، شرایط بدل وو او د فعالیت ساحې محدودې وې، خو اوس محاکم ډېر شول او دغې اصولنامې یو څه وسعت غوښت، نوې اصولنامه د شریعت او حنفي فقهې له مخې جوړه شوې او دا یوه اړتیا وه.

هغه، د دې پوښتنې په ځواب کې چې تر نن پورې د افغانستان حکومتونو اساسي قانون درلود او د خلکو حقونه په کې یو شان وو، خو «دغه اصول‌نامه د لومړۍ ځل لپاره خلک په طبقو سره وېشي، ولې؟»، وایي: «دلته یو سوء تفاهم را منځته شوی، ځینو کسانو چې پر دې اصول‌نامه باندې انتقادونه وکړل او یا یې اعتراضونه وکړل، متاسفانه چې هلته یوه خلای معلوماتي وجود لري، دوی پر دې باندې نه پوهېږي چې دا اوس د محاکمو د اجرااتو قانون دی که د مملکت اساسي قانون، داسې نه ده، اساسي قانون خو د حکومت په چوکاټ باندې بحث کوي، دلته د محاکمو د صلاحیتونو په چوکاټ کې بحث شوی، په شریعت کې موږ درې ډوله قوانین لرو، یو هغه دي چې حدود په‌کې معین وي، په هغه کې ټول خلک مساوي دي، او جزا پر ټولو باندې تطبیقېږي، دویم حقوق‌العباد مسایل دي چې د یوه کس پر یوه بل کس حق وي، په دې کې هم د هیچا پر بل چا توپیر نشته دی، که خدای دې نه کړي چې د اسلامي امارت په امیر باندې هم څوک دعوه ولري، نو محکمه به پرې پرېکړه کوي او درېیم هغه مسایل دي چې تعزیرات دي، تعزیرات موفوضه امور دي چې امیر صلاحیت لري او قاضي ته یې صلاحیت ورکړي او دا د خلکو د اصلاح په موخه باندې دي چې خلک له ګناه منع شي.»

هغه وویل چې یاده اصول‌نامه د شریعت مطابق او د حنفي فقهې له مخې جوړه شوې، پر شریعت باندې باید څوک نیوکه ونه کړي، خلک دې مطالعه وکړي او ځان دې پرې پوه کړي.

مجاهد وایي، که څوک اندېښنه لري او په دې اړه پوهاوی غواړي، اسلامي امارت چمتو دی چې وضاحت ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.