Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ له ۱۹ کلنو د کم‌عمرو نړۍوال جام دویم پړاو سیالۍ؛ افغانستان ایرلینډ ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴): له ۱۹ کلنو د کم‌عمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په دویم پړاو کې افغانستان ایرلینډ ته د ۱۹۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه او په دغو سیالیو کې یې نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.
نننې لوبه چې په زمبابوې کې ترسره شوه پچه یې افغانستان وګټله او لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه.
په دغه لوبه کې افغان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۵ منډې وکړې.
د افغانستان په ګټه فیصل شینوزاده ۱۶۳ او محبوب خان ۸۹ منډې وکړې.
د ایرلینډ لوبډلې ورکړل شوې هدف پوره نه کړای شو او په ۴۱م اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۲۴ منډې وکړې او د ۱۹۱ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایلله.
دغه راز افغان لوبډلې ایرلینډ ته په ماتې ورکولو سره په دغو سیالیو کې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.