کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اندونیزیا په کوربهتوب د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له مالیزیا سره ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویلي چې د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له مالیزیا سره ترسره کوي.
دغه لوبه د افغانستان پر وخت نن ماسپښین ۲:۳۰ بجې د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې ترسره کېږي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې وړمه ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې سعودي عربستان ته ۳ پر صفر ماته ورکړې وه.
دغهراز، د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د ایران، سعودي عربستان او مالیزیا له ملي لوبډلو سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP