Language

دوحه کې د ا.ا سفیر د فرانسې له شارژدافیر سره پر دوه اړخيزو اړيکو غږېدلی

کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۴): په دوحه کې د ا.ا سفیر د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره په لیدنه کې د دوه اړخيزو ډیپلوماټیکو اړيکو، روغتيايي خدمتونو او د راستنېدونکو د اړتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان سفارت په قطر کې پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دوحه کې د ا.ا سفير محمدسهیل شاهین، د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر فابریس سیباسټین سره وکتل او خبرې یې وکړې.

سرچینه کاږي، دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان د اقتصادمحوره بهرني سیاست، د روغتيايي خدمتونو څرنګوالي او ښه‌والي، د راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو او د افغانستان او فرانسې ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه بحث او خبرې وشوې.

دغه‌راز، د فرانسې شارژدافیر څرګنده کړه چې د دې موضوعاتو او نورو اړوندو مسایلو څېړلو لپاره به په راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي.