Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د افغانستان حکومت ته د مرستو د مخنیوي طرحه تصویب کړه

کابل (پژواک، دلو ۱۰، ۱۴۰۴): د امریکا د متحدو ایالتونو د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې هغه طرحه تصویب کړې، چې موخه یې د افغانستان حکومت ته د دې هېواد د مرستو د رسېدو مخنیوی دی؛ خو د اسلامي امارت ویاند ټینګار کوي چې امریکا تر اوسه اسلامي امارت ته هېڅ ډول پیسې نه دي لېږلې او دا مرستې یوازې د نړیوالو بشري مرستندویه بنسټونو لپاره ځانګړې شوې دي.

د راپورونو له مخې، دغه طرحه تازه د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې له لوري تصویب شوې، چې هدف یې اسلامي امارت افغانستان ته د امریکا د مالي مرستو د لېږد مخنیوی بلل شوی دی.

د یادې کمېټې مشر جیم ریش ویلي، چې د افغانستان د جګړې پر مهال تر دوو زرو زیات امریکایان وژل شوي او له شلو زرو ډېر نور ټپیان شوي دي. هغه افغانستان ته د امریکايي مالیه ورکوونکو د پیسو لېږد «د افغانستان د جګړې د قربانیانو سپکاوی» بللی دی.

په ورته وخت کې، د اسلامي امارت افغانستان ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې متحده ایالتونو اسلامي امارت ته هېڅ مالي مرسته نه ده استولې، بلکې دا پیسې د نړیوالو بشري مرستندویه سازمانونو له لارې افغانستان ته د مرستو د رسولو لپاره لېږل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.