Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان سفارت په جاپان کې خپل فعالیتونه وځنډول

په جاپان د افغانستان سفیر شېدامحمد ابدالي ویلي چې د دې سفارت فعالیتونه له نن (شنبې) څخه ځنډول کېږي.

ابدالي په خپلې ایکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې نن په توکیو کې د افغانستان د سفارت د فعالیت وروستۍ ورځ وه. هغه زیاته کړې: «په دردمن زړه توکیو پرېږدم.»

د یادونې وړ ده چې د روان کال د مرغومي په ۵مه، د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د افغانستان سفارت مخکې هم اعلان کړی و چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۳۱مې وروسته به خپل فعالیتونه وځنډوي.

دې سفارت ویلي و چې دا پرېکړه له سلا مشورو وروسته د جاپان د بهرنیو چارو وزارت له لوري شوې او له ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له ۳۱مې وروسته به د سفارت ټول سیاسي، اقتصادي، کلتوري او قونسلګرۍ فعالیتونه تر بل خبر پورې وځنډول شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.