Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات ته د ترکمنستان بهرنیو چارو د وزیر سفر؛ د ټاپي پروژې د عملي چارو پر چټکتیا ټینګار

هرات (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۴): د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ، د ټاپي پروژې د عملي چارو د پرمختګ ارزونې او د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پراختیا په موخه هرات ولایت ته سفر کړی؛ هغه سفر چې په ترڅ کې یې د دواړو هېوادونو چارواکو د دې سیمه‌ییزې پروژې د عملي چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان پژواک ته وویل چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف په مشرۍ پلاوي د افغانستان د کانونو او پټرولیم له وزیر مولوي هدایت‌الله بدري سره یوځای د تورغونډۍ له بندر او ټاپي پروژې عملي چارو د پرمختګ له بهیره لیدنه کړې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه سفر پر مهال دواړو لورو د ټاپي پروژې د اوسني وضعیت د ارزونې ترڅنګ د تورغونډۍ بندر د ظرفیت لوړېدو، د ترانزیټي اسانتیاوو ډېرېدو، د توکو د انتقال او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو چارواکو د ټاپي پروژې د عملي چارو پر چټکتیا او د تخنیکي همغږیو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

تاپي پروژه د هېواد په کچه له سترو عامه پروژو ده چې د سیمې د اقتصادي ودې او په افغانستان کې د کاري فرصتونو رامنځته کولو برخو کې مهم رول لري.

د ټاپي پروژې له چارو د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو دا لیدنه په داسې حال کې ترسره کېږي چې تر دې دمه د افغانستان په خاوره کې د دې پروژې د نل‌غځونې شاوخوا ۹۰ کیلومتره مسیر چمتو شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.