Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د یونان د ساحلي ګارډ له بېړۍ سره د کډوالو د کښتۍ  ټکر؛ ۱۴ کډوال مړه شوي

کابل (پژواک، ۱۵ دلو ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د یونان ساحلي ګارډ اعلان کړی چې د اژه سمندر په اوبو کې، د خیوس ټاپو ته نږدې، د کډوالو د یوې کښتۍ او د ساحلي ګارډ د یوې بېړۍ په ټکر کې ۱۴ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د یونان ساحلي ګارډ یوه چارواکي ویلي چې دوی د کډوالو یوه کوچنۍ کښتۍ ولیده چې کډوال په کې سپاره وو او هغوی ته یې امر وکړ چې بېرته وګرځي.

په راپور کې راغلي چې د یادې پېښې له امله د یونان د ساحلي ګارډ دوه افسران ټپیان شوي، ۱۴ کډوالو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۴ نور کډوال ژغورل شوي دي.

د یونان د حکومت یوه چارواکي ویلي چې په یاده کښتۍ کې شاوخوا ۳۵ کسان سپاره وو.

راپور کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي، د یونان ساحلي ګارډ ویلي چې د بېړیو او کښتیو په مرسته د لټون او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.