Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پژواک راپورونه د نیمروز محرومو سیمو کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د بېرته فعالېدو لامل شول

زرنج (پژواک، ۱۵ سلواغه ۱۴۰۴): د پژواک د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته چې د نیمروز په مرکز کې د ځینو کلیو اوسېدونکي له لومړنیو، په ځانګړي ډول له روغتیايي خدمتونو بې‌برخې بلل شوي وو، اوس ګرځنده روغتیايي ټیمونه له څو میاشتو ځنډ وروسته بېرته دغو سیمو ته ورغلي او خدمات وړاندې کوي؛ هغه اقدام چې د سیمې د اوسېدونکو په باور، د همدغو راپورونو د خپرېدو پایله ده.

پژواک د ۱۴۰۴ د غويي په ۱۳مه د «په نیمروز کې بای‌ناز کلي ته د لومړنیو خدمتونو ستونزمن لاسرسی؛ د کړاوونو تر سیوري لاندې ژوند» تر سرلیک لاندې راپور او د همدغه کال د مرغومي په ۲۹مه د «د څښاک له اوبو تر ښوونځي او کلینیکه؛ د نیمروز په ځینو سیمو کې د محرومیت کیسه» تر عنوان لاندې بل راپور خپور کړی و.

په دواړو راپورونو کې د ځینو کلیو اوسېدونکو د لومړنیو خدمتونو، په ځانګړي ډول د روغتیايي خدمتونو له نشتوالي شکایت کړی و. ځینو مرکه‌شوو ویلي وو چې په سیمو کې یې کلینیک نشته او غوښتنه یې کړې وه چې لږ تر لږه ګرځنده صحي ټیمونه دې د دوی کلیو ته واستول شي.

د زرنج ښار ختیځ ته د «عبدالسلام» کلي اوسېدونکی استاد عبدالناصر د خوښۍ په څرګندولو وایي چې د پژواک له خبریال سره تر مرکې څو ورځې وروسته د دوی کلي ته ګرځنده روغتیايی ټیمونه ورغلي دي.

هغه وویل: «نږدې شپږ میاشتې کېدې چې ګرځنده صحي ټیمونه زموږ سیمې ته نه وو راغلي؛ خو ستاسو له مرکې څو ورځې وروسته، د سلواغې په ۲مه، ګرځنده ټیم زموږ کلي ته راغی، هم یې ناروغان معاینه کړل او هم یې هغو کسانو ته چې درملو ته یې اړتیا لرله، دوا ورکړه.»

نوموړي له پژواکه د راپور خپرولو له امله مننه وکړه ویې ویل: «موږ پوه شوو چې دغه اقدام ستاسو د راپور پایله ده. له تاسو ډېره مننه کوو چې مسوولین مو د کلیو له محرومیت څخه خبر کړل.»

د هغه په خبره، وروستی ځل د ۱۴۰۴ په چنګاښ میاشت کې ګرځنده روغتیايي ټیمونه دې سیمې ته ورغلي وو او وروسته دا خدمات بند وو؛ خو اوس د سلواغې له پیل سره یې فعالیت بیا پیل شوی دی.

هغه زیاته کړه: «د ژمي په موسم کې ناروغۍ ډېرېږي او خلک اکثره دا وس نه لري چې د زکام یا ساده ناروغیو لپاره لس کیلومتره لاره ووهي او ښار ته ولاړ شي؛ ۵۰۰ افغانۍ کرایه او ۵۰۰ افغانۍ د درملو لګښت راځي، خو اوس د افغاني سرې میاشتې اړوند ګرځنده صحي ټیمونه دا خدمات خلکو ته وړیا وړاندې کوي.»

همدارنګه د نیمروز د مرکز د «رستم‌خان» کلي اوسېدونکی هاشم وایي چې ګرځنده صحي ټیمونه د دوی کلي ته هم ورغلي او ناروغانو ته وړیا خدمات وړاندې کوي.

هغه وویل: «خوښ یو چې زموږ د محرومیت غږ مو مسوولینو ته ورساوه؛ ستاسو هڅې د قدر وړ دي. موږ بې‌وزله خلک یو او ښار ته د تګ توان نه لرو. اوس نه یوازې ډاکتر زموږ سیمې ته راځي، بلکې درمل هم راوړي؛ آن ځینو ناروغانو ته سیروم او پېچکاري هم لګوي.»

له بلې خوا د زرنج د «بای‌ناز» کلي اوسېدونکې فاطمه هم د خوښۍ په څرګندولو وایي چې ګرځنده صحي ټیمونه د دوی کلي ته ورغلي او صحي خدمات وړاندې کوي.

همدارنګه د زرنج د «زیارت سخي» کلي اوسېدونکې ګل‌بی‌بي چې د روان کال په غويي میاشت کې یې له پژواک سره مرکه کړې وه او د خپل کلي د کلینیک له نشتون یې شکایت کړی و، وایي: «خوښ یو چې دولت زموږ غږ واورېد. له دولته مننه کوو چې زموږ غوښتنې ته یې رسېدنه وکړه او اوس درې میاشتې کېږي چې ګرځنده ټیمونه زموږ کلي ته راځي.»

د هغې په خبره، هر ۱۵ ورځې وروسته یو ګرځنده روغتیايي ټیم دغه کلي ته ورځي.

په همدې حال کې د نیمروز د افغاني سرې میاشتې ریاست استازی نقیب‌الله نورزاد وایي چې دا مهال د دې ادارې له لوري دوه ګرځنده صحي ټیمونه په زرنج ښار او دلارام ولسوالۍ کې فعالیت کوي؛ خو د دوی د فعالیت اصلي ساحې هغه لرې پرتې سیمې دي چې صحي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه: «زموږ فعالیت د عامې روغتیا له ریاست سره په همغږۍ ترسره کېږي؛ ځکه له هغه ریاست سره ګڼ ټیمونه کار کوي او باید تداخل رامنځته نه شي، څو هم موږ او هم د نورو موسسو ټیمونه وکولای شو خدمات وړاندې کړو.»

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې پخوا دغو سیمو کې ګرځنده صحي ټیمونه نه تلل؟ وویل: «کله چې موږ پلان جوړوو، د عامې روغتیا له ریاست سره همغږي کوو او له هغې خوا موږ ته محرومې سیمې ټاکل کېږي. موږ د همدې ټاکنو پر بنسټ صحي خدمات وړاندې کوو.»

د هغه په وینا، د هر ګرځنده صحي ټیم په ترکیب کې یو متخصص ډاکټر، قابله، فارمسیسټ، واکسیناتور او موټرچلوونکی شامل وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.