کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴): اسلامي امارت وایي، په م.م کې د افغانستان د امنیت په اړه اندېښنې بېځایه دي او ځینې هېوادونه په یاده غونډه کې د ا.ا د استازي د نشتون له خلا په استفادې غواړي د افغانستان د امنیت په باره کې تشویشونه ایجاد کړي.
د راپورونو له مخې، تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د داعش ډلې د ګواښونو په اړه غونډه کړې وه او د ځینو هېوادونو استازو په کې په افغانستان کې د داعش ډلې ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
خو د اسلامي امارت ویاند، نن ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د امنیت په اړه انديښنې بې ځایه دي.
هغه لیکلي، دا انديښنې ځکه مطرح کیږي چې افغانستان په دغه ناسته کې حضور نه لري، ترڅو خپل مستند دريځ او حقیقت وړاندې کړي، ځینې هېوادونه له همدې خلا څخه په استفادې د افغانستان د امنیت په باره کې پروپاګند کوي او تشویشونه اچوي.
مجاهد زیاته کړې: «موږ اطمینان ورکوو چې افغانستان امن دی، دلته هيڅ بهرنۍ او خپل سرې ډله شتون نه لري، د داعش پدیده چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې متأسفانه زموږ په ګاونډ کې ځالګۍ جوړه کړی. دا چې موږ وايو د افغانستان خاوره به د هيچا په وړاندې نه کارول کیږي، معنا یې دا ده چې هېڅوک دې تشویش نه کوي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP