کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴): روسیې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ته په کازان کې جوړېدونکي اقتصادي، کلتوري او توريزم فورم کې د ګډون بلنه ورکړې او ویلي یې دي چې د یاد هیواد د کلتور وزارت یو پلاوی به هم کابل ته سفر وکړي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د روسیې په پلازمینه مسکو کې د دغه وزارت کلتوري آتشې فضل الهادي حمزه د روسيې فدراسيون د هنرونو او د خلکو د نوښتونو د ملاتړ څانګې له مرستيال، انتون اندرېيويچ کوزنيتسوف، د يادې څانګې د بهرنیو چارو مسوولې، مارييا سېرګېيونا او مل پلاوي سره وليدل.
خبرپاڼه کې راغلي چې انتون اندرېيويچ کوزنيتسوف، د یادې لیدنې په ترڅ کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر، شیخ شېراحمد حقاني او ورسره پلاوي ته د روسیې په کازان ښار کې په یاد فورم کې د ګډون رسمی بلنلیک فضل الهادي حمزه ته سپارلی دی.
سرچینه زیاتوي چې حمزه په یاده ليدنه کې په روسيه کې د افغانانو لپاره د يو کلتوري مرکز جوړولو او ځینې نور وړانديزونه شریک کړل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د روسيې فدراسيون د هنرونو او د خلکو نوښتونو د ملاتړ څانګې مرستيال په یادو شویو برخو کې د پوره همکارۍ او ګډ کار کولو ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې د روسيې فدراسيون د کلتور وزارت هم غوښتنه لري، چې د دوی يو لوړ پوړی پلاوۍ افغانستان ته سفر وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP