Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د تماس ډلې غونډه د فبرورۍ په ۱۶مه په قزاقستان کې تر سره کېږي

کابل (پژواک، ۱۶ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو د تماس ډلې غونډه به د روان کال د فبرورۍ په ۱۶مه په قزاقستان کې جوړه شي، او د اوزبیکستان او قزاقستان چارواکو په یوه لیدنه کې د سیمې نښلونکو بهیرونو کې د افغانستان د ګډون د راتلونکو امکاناتو، په ځانګړي ډول افغانستان کې د رېل‌پټلۍ د پروژې د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، په استانه کې د یادې غونډې جوړېدل په سیمه کې د قزاقستان د مخ پر زیاتېدونکي رول ښکاروندويي کوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان لپاره د سیمه‌ییز تماس ډلې لومړۍ غونډه د ۱۴۰۲ کال په سلواغه میاشت کې په کابل کې د اسلامي امارت د استازو او د سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو ځانګړو استازو د سفیرانو په ګډون ترسره شوې وه.

په همدې حال کې، د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په چارو کې د اوزبیکستان د ولسمشر د ځانګړي استازي، عصمت‌الله ایرګاشف، او په تاشکند کې د قزاقستان د سفیر، بیبوت آتامکولوف، د لیدنې خبر ورکړی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اوزبیکستان او قزاقستان چارواکو د افغانستان په اړه د دواړو هېوادونو د دوه‌اړخیزو همکاریو پر اوسني وضعیت خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د دوه‌اړخیزو همکاریو اوسنی وضعیت وڅېړل شو او دواړو لورو د افغانستان د ستونزو د حل په اړه د منظمو خبرو اترو پر دوام ټېنګار وکړ.

د خبرپاڼې له مخې، بیبوت آتامکولوف د افغانستان په اړه د واحد سیمه‌ییز دریځ د رامنځته کولو لپاره د اوزبیکستان له هڅو ستاینه وکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.