کابل (پژواک، ۱۶ دلو ۱۴۰۴): د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په کابل او د افغانستان په ۱۱ نورو ولایتونو کې یې له ۱۲ روغتونونو سره د ناروغانو لپاره د اکسیجن اړوند وسایلو مرسته کړې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان نن (پنجشنبه) په ټولنیزې شبکې ایکس کې په یوه پیغام کې ویلي چې دا مرسته د ناروغانو خوندیتوب پیاوړی کوي او د هغو کسانو لپاره چې اکسیجن ته ډېره اړتيا لري، د اکسیجن له لارې د درملنې کیفیت ښه کوي.
دغه سازمان د یادو وسایلو په اړه د جزییاتو له ورکولو پرته زیاته کړې چې دا مرسته یې د خپلو شریکانو په ملاتړ کړې ده.
سرچینه وایي چې د اکسیجن یاد وسایل له روغتیايي کارکوونکو سره مرسته کوي څو ناروغانو ته خوندي او باوري خدمات وړاندې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP