Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلام‌اباد کې چاودنې ۱۵ کسان وژلي او لسګونه نور نور یې ټپیان کړي دي

کابل (پژواک، ۱۷ دلو ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اسلام‌اباد په ترلایي سیمه کې د جمعې لمانځه پر مهال د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپيان دي.

اکسپرس ټریبیون راپور ورکړی چې دغه چاودنه نن د جمعې د لمانځه پر مهال، د پاکستان د پلازمېنې اسلام‌اباد د ترلایي سیمې په «خدیجت‌الکبری» جومات کې رامنځته شوې ده.

په راپور کې راغلي: «بریدکوونکي وروسته له هغه چې د جومات په دروازه کې ودرول شو، پر ځان تړلي چاودېدونکي توکي یې وچول.»

سرچینې لیکلي چې له دې پېښې وروسته د اسلام‌اباد په روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او د ټپیانو د لېږد بهیر لا هم روان دی.

د پاکستان د طبي علومو انستیتیوت (PIMS) مسوولینو ویلي چې تر اوسه ۱۱ مړي او ۶۰ ټپیان دې روغتون ته لېږدول شوي او د دغه روغتون د ټپیانو د منلو ظرفیت بشپړ شوی دی.

په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې د پلازمېنې پر روغتونونو د فشار له امله، یو شمېر ټپیان د اسلام‌اباد نورو سیمو او د راولپېنډۍ ښار روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

اکسپرس ټریبیون لیکلي چې تر دې دمه د دې چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې، د پاکستان پولیسو او د پوځ ځواکونو د پېښې سیمه کلابنده کړې او د چاودنې په شاوخوا کې امنیتي عملیات روان دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دا برید په کلکه غندلی او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي شریکه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.