جلالاباد (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي، پولیسو هغه څلور تنه نیولي چې پر خلکو او ځینو هوټلونو يې مردار شوي چرګان د پلور لپاره برابر کړي وو.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي، د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو د زوړ ګمرک ترڅنګ په یوه کباړ خانه کې څلور تنه هغهمهال ونیول چې پر خلکو او ځینو هوټلونو یې کوچني او مردار شوي چرګان د پلور لپاره برابر کړي وو.
خبرپاڼه کې راغلي: «امنیتي ځواکونو د پر وخت او هدفي اقدام په پایله کې یاد کسان له ۱۸۰۰ دانو مردارو او کوچنیو چرګانو سرهیوځای نیول شوي دي.»
سرچینه زیاتوي، نیول شویو کسانو په خپلو کړنو اعتراف کړی، او دا مهال تر لومړنیو څېړنو لاندې دي چې وروسته به رسما عدلي اوقضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP