کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ملي دفاع پوهنتون د پوځي زدهکړو اکاډمۍ محصلینو فراغتغونډې ته ویلي، افغانستان چا ته زیان رسول نه غواړي، نه هم چا ته خپل پور پرېږدي او دغه هېواد غوړه ګوله نه، بلکې د «زقوم ونه ده» چې «نومولود ماشومان» يې نه شي هضمولی.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن (یکشنبه) د ملي دفاع پوهنتون د حضرت معاذ بن جبل (رض) نظامي اکاډمۍ د ۱۷مې دورې محصلینو فراغتغونډه کې ګډون وکړ.
سرچینې زیاته کړې، ملا برادر یادې غونډې ته په وینا کې فارغینو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې له خپلو زدهکړو په استفادې له اسلامي او افغاني ارزښتونو او له نظام او خاورې په کلکه دفاع وکړي.
هغه دغهراز پر هغوی ټینګار کړی چې تقوا دې اختیار کړي او په غوره ډول دې د هېوادوالو ساتنه وکړي.
نوموړي زیاته کړې: «افغانستان نه چا ته ضرر رسول غواړي او نه یې له چا مني، خو که څوک ناولې ارادې ورته لري، نو بیا خپل پور چا ته نه پرېږدي. تاریخ ګواه دی چې دا هېواد غوړه ګوله نه؛ بلکې د زقوم ونه ده؛ د مُعَمَّرو امپراتوریو مرۍ یې ور ترخې کړې، نو مولود ماشومان به یې هیڅکله هضم نه شي کړای.»
برادر له ټولو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره دې د اسلامي امارت د ارزښتونو او اصولو په چوکاټ کې د تعامل هڅه وکړي او هغه انرژي او امکانات چې د یو او بل په تخریب کې ضایع کېږي، ښه ده چې د یو او بل په ملاتړ او د مشترکو ټکو په پیاوړي کولو کې مصرف شي.
اقتصادي مرستیال ویلي چې د اسلامي امارت سیاست کاذب نه دی او خپلې پالیسۍ یې پر هغو نهادونو بناء کړې دي چې اساس یې اسلامي شریعت دی.
برادر دغهراز زیاته کړې چې اسلامي امارت د اقتصادمحوره سیاست په چوکاټ کې پر سیمهییز او نړۍوال مشارکت باور لري او د خپلو اصولو په چوکاټ کې له هر هېواد سره تعامل ته ژمن دی.
د هغه په خبره چې د اوږدمهاله سیاسي او اقتصادي ګټو خونديتوب لپاره دې هېوادونه د یو او بل ارزښتونو او حساسو حریمونو ته درناوی ولري.
نوموړي دغهراز ویلي چې په نږدې ورځو کې به کورنیو او بهرنیو پانګهوالو ته په نوو سکټورونو کې د پانګونې اندازې ته په کتو له یو تر پنځو کلونو بشپړ مالیاتي معافیت اعلان کړي.
د هغه په خبره، په دې سره به له یوې خوا نوي سکټورونه پرمختګ وکړي او له بل لوري به د هېواد په اقتصادي وده او خودکفایۍ کې د پام وړ اغېز ولري.
برادر زیاته کړې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته جدي هدایات شوي څو د کوچني، متوسط او لوی صنعت لپاره د ځمکو د توزیع پروسه ګړندۍ او لازم امکانات ورته برابر کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP