Language

د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان نن له نیوزلینډ سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴): د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه نن له نیوزلینډ سره ترسره کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د کرکټ ملي لوبډله د شل‌اوریزه نړی‌وال سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه نن له نیوزلینډ سره ترسره کوي.

د افغانستان او نیوزلینډ ترمنځ لوبه سهار لس بجې د هند په چینای ښار کې ترسره کېږي.

د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ پرون د هند او سریلانکا په کوربه‌توب پیل شوې دي.