Language

د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان نیوزلینډ ته لوبه وبایله

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه نیوزلینډ ته وبایلله.

نننۍ لوبه د هند په چینای ښار کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان لوبډلې په ټاکل شوو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړې کړې.

په دې لوبه کې ګلبدین‌ نایب ۶۳، صدیق‌الله اتل ۲۹، رحمن‌الله ګربز ۲۷ او دروېش رسولي ۲۰ منډې وکړې.

د نیوزلینډ لوبډلې ورکړل شوی هدف په اتلسم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او افغانستان ته یې د پنځو وېکټو په توپیر ماته ورکړه.

په دې لوبه کې مجیب‌الرحمن دوه، راشدخان، محمدنبي او عظمت‌الله عمرزي د نیوزلینډ یو یو لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ د هند او سریلانکا په کوربه‌توب روانې دي.