Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«معلولیت محدودیت نه دی»؛ یوه ښوونکې چې خپل کور یې په درسي ټولګي بدل کړی

کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴): معلولیت محدودیت نه دی؛ کابل ښار کې د خیرالنسا شهزاد په نوم یوه ښځه، سره له دې چې جسمي ستونزې لري او کلونه ناروغه وه، خو کلک هوډ، هڅو او زحمت د دې جوګه کړې څو خپل کور په درسي ټولګي بدل کړي او دا مهال د کورنۍ ښوونکې په توګه لسګونو ماشومانو ته زده‌کړې ورکوي.

خیرالنسا شهزاد د پروان ولایت د سرخ‌پارسا ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده، خو اوس د کابل ښار په دارالامان ساحه کې ژوند کوي او همدلته زېږېدلې ده.

د هغې کورنۍ وايي، خیرالنسا چې کله د څلورم ټولګي زده‌کوونکې وه، سخته تبه پرې راغله چې له امله یې کمزورې او بې‌حسه شوه او کوما ته ولاړه، خو له ۱۸ ورځو بستر کېدو او درملنې وروسته بېرته په هوښ راغله، خو لاسونو یې د پخوا په څېر حرکت او توان له لاسه ورکړی و.

خیرالنسا وویل، که څه هم کورنۍ یې ښه اقتصادي وضعیت نه درلود، خو د دې د درملنې لپاره یې ډېر لګښت وکړ چې بالاخره پښو او لاسونو یې بېرته لږ لږ حرکت پیدا کړ.

هغې زیاته کړه، اوس یې لاسونه تر مړوندونو حرکت پیدا کړی، خو له مړوندونو تر ګوتو پورې حرکت نه لري، که څه هم حس په‌کې شته.

سره له دې ټولو، معلولیت خیرالنسا خپلو موخو ته له رسېدو نه ده راګرځولې؛ هغې د خپلې کورنۍ په هڅونه او ملاتړ زده‌کړې کړې او په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د کابل ښار د رخشانې له عالي لېسې فارغه شوې ده. وروسته یې د دوو کلونو لپاره د لوړو زده‌کړو په یوه خصوصي مؤسسه کې د عامه ادارې (مدیریت عامه) څانګه کې زده‌کړې کړې دي.

د نوموړې په خبره، که څه هم ناروغه وه او ګرځېدل ورته ستونزمن و، خو د ښوونځي او کورسونو استادانو به تل هڅوله چې زده‌کړو ته دوام ورکړي.

خیرالنسا وویل: «که څه هم لیکل مې نه‌شو کولای، ځینو استادانو به راته ویل چې یوازې درس لوله، خو زما له لیکلو سره ډېره مینه وه او خپل کورنی کار به مې په پښه لیکه؛ ځکه ویل مې، که لاسونه مې ستونزه لري، پښې خو مې جوړې دي.»

هغه وایي، هیله یې دا ده چې د انګلیسي ژبې ښوونکې شي، د ژباړنې برخه کې کار وکړي او خپل ځانګړي زده‌کوونکي ولري.

شهزاد چې د انګلیسي ژبې د تدریس تجربه لري وایي، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د یوې مودې لپاره بې‌کاره شوه او په دې موده کې یې د لاسي صنایعو کار پیل کړ.

هغې زیاته کړه: «تل مې خپلې مور ته ویل، د دغه کار پر ځای زما قلم ښه دی؛ ما زده‌کړې کړې دي، زحمت مې ایستلی او باید بریالۍ شم.»

د شهزاد په خبره، اوس یې په خپل کور کې کورس جوړ کړی، د ښوونځي زده‌کوونکو ته د قرانکریم، ساینسي مضامینو او انګلیسي ژبې د زده‌کړو زمینه برابره کړې ده، په ځانګړي ډول هغه درسونه چې ډېری زده‌کوونکي ستونزه په‌کې لري.

خیرالنسا وایي، په لومړیو کې یې ۱۲ زده‌کوونکي درلودل، خو د وخت په تېرېدو او د خلکو له خوا په مشهورېدو سره یې اوس د زده‌کوونکو شمېر ډېر شوی، ۴۳ کسانو ته رسېدلی او د کور پر دروازه یې لوحه هم لګولې ده.

د هغې په خبره، د زده‌کوونکو کورنۍ پر دې باوري شوې دي چې دغه کورس خوندي، ارام او نږدې دی.

هغې زیاته کړه، ډېری زده‌کوونکي یې له هغو کورنیو دي چې اقتصادي وضعیت یې کمزوری دی او نورو کورسونو ته د خپلو ټولو ماشومانو د لېږلو توان نه لري؛ نوموړې د لږ فیس په بدل کې هغوی ته په کور کې زده‌کړه ورکوي.

خیرالنسا وایي: «تل مې دا فکر کاوه چې باید پر خپلو پښو ودرېږم، خپله هڅه وکړم او هیڅکله د چا په تمه کښې نه‌نم؛ یوازې مې پر الله تعالی توکل کړی دی، بس.»

نوموړې خپل اوسنی بریالیتوب د خپلې کورنۍ د هڅونې پایله بولي او وایي، که د هغوی تشویق نه وای، نن به دغه موقف ته نه وای رسېدلې.

د خیرالنسا پلار حاجي شېرمحمد محمدي وایي چې دوی یوه متوسطه کورنۍ ده او خیرالنسا د کورنۍ مشره لور ده.

هغه د خپلې لور د ناروغۍ سختې ورځې داسې یادوي: «په ۱۳۸۴ کال کې زما پلار وفات شو، څلوېښت ورځې وروسته خیرالنسا سختې تبې ونیوه؛ نه زه خبر وم او نه یې مور، هماغه ورځ خیرالنسا ناڅاپه ولوېده، ویل یې چې بدن مې بې‌حسه کېږي، سملاسي مو ډاکټر ته بوتله، وروسته ډاکټرانو وویل چې دا د سختې تبې له امله داسې شوې ده.»

نوموړي وویل، که څه هم د خپلې لور د بیارغېدو او ان د ژوندۍ پاتې کېدو هیله یې له لاسه ورکړې وه، خو هیڅکله تسلیم نه شول او د هغې د ژغورلو لپاره یې هڅه وکړه. هغه وایي: «موږ ډېر کوښښ وکړ، که څه هم وس مو کم و، خو دا د الله اراده ده او باید د هغه پر رضا راضي واوسو.»

هغه وایي، وروسته دې پایلې ته ورسېد چې لور یې باید زده‌کړې وکړي، ان که په ویلچر کې هم ګرځي.

هغه زیاتوي: «ما وویل چې مور یې باید بوځي او راولي، خو دا باید درس ووایي، دا هم د هغې ارمان و او هم زما.»

د محمدي په خبره، دغه ټینګار یې د خپل ناتمام ارمان له امله و؛ ځکه چې له ده هم په ۱۳۶۳ کال کې دوولسم ټولګی نیمګړی پاتې شو. هغه وایي: «هغه وخت امکان نه و او درس هماغسې پاتې شو.»

د خیرالنسا پلار وایي، د خپلې لور د روحيې او پر ځان د باور د پیاوړتیا لپاره یې هغه د معلولینو مرکز ته ولېږله، څو نور معلول کسان وویني. هغه زیاتوي، لور یې له هغه ځایه تر راستنېدو وروسته لوړه روحيه پیدا کړه او لا زیاته هوډمنه شوه چې د زده‌کړو لاره تعقیب کړي.

هغه د خپلې لور له لوري د جوړ شوي درسي ټولګي یادونه کوي او وایي، خوښ دی چې نن یې لور داسې موقف ته رسېدلې ده.

د خیرالنسا د یوې زده‌کوونکې مور ربابه حسیني وایي: «زما لور دلته راځي، قرانکریم لولي، درسونه یې ډېر ښه دي او زه رښتیا هم د خپلې لور له استادې مننه کوم؛ ډېره زیاته هڅه کوي او زما لور یې ښوونځي ته چمتو کړې ده.»

نوموړې د دغه کورني کورس جوړېدل د قدر وړ بولي او هیله څرګندوي چې د زده‌کوونکو شمېر یې لا ډېر شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.