کابل (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت په کابل ښار کې د نشې د څه باندې ۳۸ زره ټابلېټونو او ۲۳ کیلوګرامه چرسو د کشف او ضبط خبر ورکړی او وایي چې ورسره په تړاو اته کسان هم نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت نن (یکشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه اندازه نشهيي توکي له نشهيي توکو سره د مبارزې ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د کابل ښار د څلورمې، پنځلسمې او اوولسمې ناحیو اړوند سیمو کې کشف او ضبط شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې چې له یادو توکو سره په تړاو اته کسان نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته به اړوندو عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP