Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات ښار په ۱۵ ناحیو کې د معیاري کانالونو جوړولو پروژې چارې پیل شوې

هرات (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۴): د هرات ښاروالي وايي چې د ښار په ۱۵ ناحیو کې د ۲۴ میلیون افغانیو په لګښت د معیاري کانالونو جوړولو پروژې چارې پیل شوې دي او زیاتوي چې دا پروژه د کانالیزاسیون سیسټم د ښه‌والي، د سطحي اوبو بهېدو د مخنیوي او ښاري زیربناوو خوندیتوب په موخه پلې کېږي.

د هرات ښاروالۍ ویاند محمدناصر ارمل پژواک ته وویل چې د کانالونو جوړولو دغه پروژه د هرات ښار د ۱۵ ناحیو په بېلابېلو ساحو کې نن (دوشنبه) رسماً پیل شوه.

هغه زیاته کړه چې دغه پروژه د کانالیزاسیون سیسټم د ښه‌والي، د سطحي اوبو بهېدو د مخنیوي، د بارانونو له امله د رامنځته‌کېدونکو ستونزو کمولو او د ښاریانو لپاره په تګ راتګ کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه پلې کېږي.

آرمل دغه‌راز وویل چې یاده پروژه د «هرات ټاور» په نوم ساختماني او سړک‌جوړونې شرکت له لوري پلې کېږي.

هغه ټینګار وکړ چې د هرات ښاروالي هڅه کوي څو د دې ډول پروژو په پلي کولو سره د ښاري پراختیا بهیر پیاوړی او د ښار د اوسېدونکو لپاره غوره ښاري خدمتونه برابر کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.