Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د اوبو رسولو درېیو شبکو جوړولو چارې پيل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۹ سلواغه ۱۴۰۴): غزني کې سیمه‌ییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د شاوخوا شل میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو درېیو شبکو جوړولو چارې پیل شوې.

د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمدقاسیم امیني پژواک ته وویل چې یادې شبکې د ډاکار مؤسسې په همکارۍ او د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ په زنخان، اب‌بند او ولي‌محمد شهید ولسوالیو کې جوړېږي.

هغه وویل چې د یادو شبکو په جوړېدو سره به سلګونه کورنۍ پاکو اوبو ته له لاسرسی پیدا کړي.

د امیني په خبره، د یادو شبکو د تطبیق پر مهال به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي او د پروژو له بشپړېدو سره به د یادو سیمو د اوسېدونکو د څښاک اوبو ستونزه تر ډېره حل شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.