کابل (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان بهرنیو چارو وزیر، له ازبیکستاني پلاوي سره په لېدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لاپياوړتيا او سیمهییزو مسائلو خبري کړي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیر خان متقي د ازبیکستان د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت رئیساو د یاد هېواد د ولسمشر مرستیال سلاکار، جولان وهابوف په مشرۍ راغلي پلاوي سره وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر لاپياوړتيا او سیمهییزو مسائلو بحث وشو.
مولوي امیرخان متقي ویلي: «ازبکستان د افغانستان په اړه مثبته او پر ښه نیت ولاړه پالیسي لري او موږ هیلهمن یو چې د همدېپالیسۍ په رڼا کې دوهاړخیزې اړیکې او همکارۍ لا پراخې شي.»
یاد وزارت لیکلي، متقي دغو اړیکو او دوهاړخیز تفاهم د زیاتوالي او ځمکنیو حقایقو د درک په پیاوړتیا کې د څېړنیزو مرکزونو پر رول ټینګار وکړ.
سرچینه زیاتوي، د پلاوي مشر، وهابوف د ا.ا.ا مشرتابه ته د ازبکستان د ولسمشر نېکې هیلې ورسولې او په افغانستان کې یې د شتهثبات او پرمختګونو ستاینه وکړه.
هغه ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مثبت لیدلوري د پالیسۍ له کبله ده چې د دوهاړخیزې سوداګرۍکچه د تېر په پرتله پاموړ زیاته شوې او هیله لري چې سږ کال به دا کچه لا ډېره زیاته شي.
بهرنیو چارو وزارت لیکلي، په دې کتنه کې د دوهاړخیزو اقتصادي همکاریو او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم مطرح شول چې په مرسته به یې شته همکارۍ لا ډېرې پراخې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP