کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴): د عامې روغتیا او لوړو زده کړو وزارتونو ترمنځ د علمي، څېړنیزو، تدریسي او تخنیکي همکاریو د پراختیا په موخه هوکړهلیک لاسلیک شو.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د دغه وزارت وزیر مولوي نورجلال جلالي د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره فکري بنسټ ارزښتناک وباله او یاد هوکړهلیک ته په اشاره یې وویل، د دغه هوکړهلیک په لاسلیک سره به د زدهکړیالانو او ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته شي، څېړنې به د شواهدو پر بنسټ ترسره شي او همدارنګه به دقیق ارقام ترلاسه او راټول شي.
د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم هم ویلي: «موږ باید په پوهنتونونو کې داسې کسان وروزو، چې د ټولنې د پرمختګ سبب وګرځي او د عامې روغتیا په برخه کې له نورو د اړتیا څخه خلاص شو.»
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، دوکتور محمد حسن غیاثي ویلي، د دې هوکړهلیک د لاسلیک کولو موخه دوهاړخیزو علمي او اکاډمیکو اړیکو او همکارۍ پراختیا ده چې په مرستې سره به یې د طب برخې محصلینو او متخصصینو ته د عملي زدهکړو او تحقیقاتو برخه کې لازمې اسانتیاوې او فرصتونه برابر شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP