Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د خصوصي سکټور کاري ډلې درېیمه غونډه وشوه

کابل (پژواک، ۲۱ سلواغه ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د خصوصي سکټور د کاري ډلې درېیمه غونډه د یوناما په کوربه‌توب په حضوري او انلاین بڼه ترسره شوه.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک د استازو ترڅنګ د یوناما، ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړۍوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو، د ځینو هېوادونو سفیرانو، استازو، ډیپلوماټانو او اړوند کارپوهانو په حضوري او انلاین توګه ګډون کړی و.

سرچینه زیاتوي، یاده ناسته پر دوو برخو وېشل شوې وه چې لومړۍ برخه یې د ودې او شمولیت او دویمه یې د همږغۍ او شفافیت موضوعاتو ته ځانګړې شوې وه.

خبرپاڼه کې راغلي، د ناستې په لړ کې د اسلامي امارت استازو په هېواد کې وروستۍ لاسته‌راوړنې او پرمختګونه شریک کړل. دغه‌راز ګډونوالو هم په خپل وار د ا.ا د هڅو او لاسته‌راوړنو د ستاینې ترڅنګ د خصوصي سکټور د حمایې برخه کې د خپلو ترسره کړو همکاریو یادونه وکړه او د دوامدارې همکارۍ لپاره یې خپله ژمنتیا تازه کړه.

د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، ټولو اړخونو ننګونو ته د رسېدو لپاره وړاندیزونه وکړل او پر لا ډېرې همغږۍ ټینګار وشو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.