کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۴): د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شلاوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله دویمه لوبه سوېلي افریقا ته وبایلله.
نننۍ لوبه چې د هند په احمداباد ښار کې د نریندرا مودي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
په دې لوبه کې د سوېلي افریقا لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو شلو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۷ منډې جوړې کړې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۱۹.۴ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۷ منډې وکړې او له سوېلي افریقا سره یې لوبه مساوي کړه. له دې سره لوبه «سوپر اور» ته لاړه؛ یعنې هرې لوبډلې یو ـ یو اور ترسره کړ.
په لومړي سوپر اور کې افغان لوبډلې ۱۷ منډې وکړې او په مقابل کې سوېلي افریقا هم ۱۷ منډې وکړې؛ لوبه بیا مساوي شوه او دویم سوپر اور ته ولاړه.
په دویم سوپر اور کې سوېلي افریقا ۲۳ منډې وکړې، خو افغانستان ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او په دې سره یې لوبه سوېلي افریقا ته وبایلله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP