Language

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

غزني‌ښار (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د قره‌باغ ولسوالۍ د سپین بند سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار د باروړونکي او مسافر وړونکي موټرو د ټکر له امله شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او اووه نور ټپيان شوي دي.

د یادونې ده، وړمه شپه هم د غزني ښار اړوند د روضې‌ کوتل سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.