Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د کان لوېدو پېښه؛ یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپی دی

کابل (پژواک، ۲۲ سلواغه ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په سپین‌غر ولسوالۍ کې د یوه کان لوېدو پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی دی.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ د سپین‌غر ولسوالۍ د مامند تور ناوو سیمه کې د شوکاڼو په یوه کان شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې په یاده پېښه کې دوه کسان تر خاورو او ډبرو لاندې شوي وو چې یوه ژوند له لاسه ورکړی او بل ټپي شوی دی.

امنیې قومانداني لیکلي چې ټپي شوی کس امنیتي ځواکونو د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکز ته انتقال کړی چې اوس یې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.