Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل – بګرام سړک د څه باندې شپږ کیلومتره برخې رغولو چارې پيل شوې

کابل (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي چې د څه باندې ۴۵۵ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – بګرام سړک د ۶.۲ کیلومتره برخې جوړولو چارې پيل شوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کابل – بګرام لار د کابل ښار له مهمو نښلوونکو لارو وبلله ویې ویل چې دغه سړک کابل ښار له پروان او نورو شمالي ولایتونو سره نښلوي.

هغه زیاته کړه، دغه سړک د نوي کابل ښار له اساسي ترانسپورټي زېربناوو دی چې د ښاري پراختیا، ټولنیزو فعالیتونو او اقتصادي اړخه مهم بلل کېږي.

د نوموړي په وینا، له بده ‌مرغه افغانستان په تېر کې په ډېرو سیاسي احزابو، قومي، سمتي او ژبنیو اجزاوو وېشل شوی و چې د ملي مشترکاتو د پیاوړتیا برخه کې یې لوی اکثریت له لاسه ورکړی و خو اسلامي امارت د دې ستونزې د حل لپاره هڅې کوي.

د کور او ښار جوړونې وزارت د معلوماتو له مخې، د نوي کابل ښار اړوند د کابل – بګرام عمومي سړک په ټوله کې شاوخوا ۴۳ کیلومتره اوږدوالی او سل متره سور لري.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د روان کال لپاره د یاد سړک د ۶.۲ کیلومتره برخه چې شاوخوا ۵۰ متره سور به ولري، په قرارداد ورکړل شوه او ټولټال به پرې څه باندې ۴۵۵ میلیون افغانۍ لګښت راشي او  د سړک پاتې برخه به په راتلونکو کلونو کې په قرارداد ورکړل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.