Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امنیت شورا د افغانستان پر وړاندې د بندیزونو د څار ډلې ماموریت وغځاوه

کابل (پژواک، ۲۴ سلواغه ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو امنیت شورا د هغې ډلې مأموریت چې د افغانستان پر وړاندې د دې شورا د بندیزونو د څار مسوولیت لري، د یو بل کال لپاره وغځاوه.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، امنیت شورا د څار د هغې ډلې ماموریت چې د افغانستان د بندیزونو له کمېټې سره د مرستې مسوولیت لري او لومړی ځل د ۱۹۸۸ (۲۰۱۱) پرېکړه‌لیک له مخې رامنځته شوی، په روانه میاشت کې د اوسني مأموریت له پای ته رسېدو وروسته د ۱۲ میاشتو لپاره تمدید کړ.
د پرېکړه‌لیک له تصویب وروسته، د شورا یو شمېر غړو د خپلو دریځونو څرګندولو لپاره ویناوې وکړې.
د امریکا متحده ایالتونو استازي د څار ډلې پر رول ټینګار کړی چې په وینا یې، دغه ډله د بنسټیزو تحلیلونو برابرولو او د افغانستان د وضعیت، په ځانګړي ډول د بشري حقونو او ښځو او نجونو د حالت په اړه، د شورا د پوهاوي په لوړولو کې مهم رول لري.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیال ټامي بروس له اسلامي امارته غوښتي، هغه څه ته چې واشنګټن یې «د فشار د وسیلې په توګه د یرغمل شوو کسانو کارول» بولي، د پای ټکی کېږدي.
د راپورونو پر بنسټ، په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو کونګ ویلي: «د لومړي ګام په توګه، باید د افغانستان د حکومت اړوند چارواکو ته د سفر له بندیزه دایمي معافیت هر څومره ژر چې امکان ولري، بېرته ورکړل شي، څو د هغوی نړۍوال تعاملات او اړیکې اسانه شي.»
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره باید د ترهګرۍ د ملاتړ یا د نورو هېوادونو د امنیت د ګواښ لپاره ونه کارول شي او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان حکومت باید په خپله خاوره کې د «ترهګریزو ډلو» د له منځه وړو لپاره هڅې وکړي.
هغه همدارنګه ویلي چې څارونکی ټیم باید بې‌طرفه دریځ ولري او د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو د ټولو غړو هېوادونو نظرونه په پام کې ونیسي.
د هغه په خبره، شورا باید د بندیزونو د بیاکتنې او تعدیل پر لور حرکت وکړي، څو له اوسنیو واقعیتونو سره ښه سمون ومومي.
د روسیې د استازي مرستیالې انا یوسټیګنِیِوا ویلي: «د پرېکړه‌لیک متن په څرګنده توګه له هغو مطالبو ډک دی چې په مستقیم ډول د ۱۹۸۸ بندیزي رژیم له پلي کېدو سره تړاو نه لري.»
هغې خبرداری ورکړی چې د ځینو پلاوو هڅې چې تمرکز د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته واړوي، به برعکس پایله ولري او یوازې به د څار ټیم پام له خپلې اصلي دندې واړوي.
د افغانستان د حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې ویلي وو چې د بندیزونو لګول «ناکامه او بې‌پایلې لاره» ده، او ملګري ملتونه باید د بندیزونو په پای ته رسولو سره له نورو هېوادونو او خپله له دغه سازمان سره د افغانستان د تعامل زمینه برابره کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.