Language

غزني کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او ١٣ نور ټپيان شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴): د غزني امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په مقر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن ماخوستن د مقر ولسوالۍ اړوند د بهاوالدین کلي ته څېرمه د کابل - کندهار پر لويه لار د دوو مسافروړونکو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره چې ټپیان امنیتي ځواکونو د درملنې لپاره د غزني ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.

دی د پېښې لامل د شپې تیاره او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي په ګوته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن مازدیګر هم د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.