منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۰۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

غزني کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او ١٣ نور ټپيان شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۳۹ کتنې

غزني‌ښار (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴): د غزني امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په مقر ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ١٢ نور ټپيان شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن ماخوستن د مقر ولسوالۍ اړوند د بهاوالدین کلي ته څېرمه د کابل – کندهار پر لويه لار د دوو مسافروړونکو موټرو د ټکر له امله شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په خبره چې ټپیان امنیتي ځواکونو د درملنې لپاره د غزني ولایتي روغتون ته لېږدولي دي.

دی د پېښې لامل د شپې تیاره او د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي په ګوته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نن مازدیګر هم د غزني په قره‌باغ ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې پنځه کسان مړه شوي دي.