Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزني‌ښار (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په قره‌باغ ولسوالۍ کې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او يو ماشوم ټپي دی.

د غزني امنيې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن مازدیګر د قره‌باغ ولسوالۍ د علي چمبر سیمه کې د کابل کندهار پر لويه لار د یوه باروړونکي او مسافر وړونکي موټرو د ټکر له امله شوې ده.

سرچينه زياتوي چې په دې پېښه کې د دوو ښځو او يوه ماشوم په ګډون پنځه کسان مړه شوي او يو بل ماشوم ټپي دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته پر وخت رسېدلي، ټپیان او جسدونه یې د غزني ملکي روغتون ته انتقال کړي دي.

سرچينې د پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.

د یادونې ده، وړمه ورځ هم په قره‌باغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.