هرات (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۴): هرات کې د لوېدیځ زون مسوولینو د دغه ولایت د والي په مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره کړې چې پهکې د امنیتي، پراختیايي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه خبرې شوې دي.
د هرات ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د والي شیخ مولانا اسلامجار په مشرۍ د لوېدیځ زون ولایتونو د والیانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو رییسانو، د نظامي محکمو د مسوولینو او د لواوو د رییسانو په حضور کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د لوېدیځ زون ولایتونو د عمومي امنیتي، پراختیايي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت، د راستنېدونکو کډوالو د اولادونو لپاره د دیني مدرسو جوړول او همدارنګه د امارتي ادارو ترمنځ د پراختیايي او اقتصادي پروژو پلي کېدو لپاره د همغږۍ زیاتوالی، د قاچاق مخنیوی، د نشهډيي توکو د کر او تولید مخنیوی او د ګډو ننګونو د حل په اړه خبرې وشوې.
سرچینه زیاتوي، د هرات والي په خپلو خبرو کې د لوېدیځ زون ولایتونو ترمنځ د سیمهییزو او امنیتي مسوولینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وکړ ویې ویل چې د لوېدیځ زون ټول مسوولین باید د اسلامي امارت مشرتابه د فرمانونو پلي کولو په موخه په ټولو برخو کې بشپړه همکاري وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، اسلامجار د لوېدیځ زون د مهمو بنسټیزو پروژو په یادولو سره د راستنېدونکو کډوالو د اولادونو لپاره د دیني زدهکړو د پراختیا، د مهمو بنسټیزو او اقتصادي پروژو طرحه کولو او د خلکو د ژوند ښه کېدو او متوازن پرمختګ په موخه د سیمهییزو مسوولینو پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د هرات ولایت مقام لیکلي، له بلې خوا د فراه، نیمروز، غور او بادغیس والیانو او د لوېدیځ زون امنیتي مسوولینو هم د مهمو امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې د امنیت د لا ټینګښت، د جرمونو مخنیوي، د قاچاق پر وړاندې د مبارزې او همدارنګه د راستنېدونکو کډوالو د اولادونو لپاره د مدرسو جوړولو برخو کې به خپلې ګډې همکارۍ زیاتې کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP