Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نن له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو ۳۷مه کالیزه ده

کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴): اسلامي امارت نن (د سلواغې ۲۶مه) له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو وتلو د ۳۷مې کالیزې په مناسب خپره کړې اعلامیه کې ویلي، متجاوز جهتونه دې عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره دې د افغانانو د ازادۍ او حریت پر ضد ګام نه پورته کوي.
نن د سلواغې ۲۶مه له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د وتلو له ۳۷مې کالیزې سره برابره ده.
له نن څخه پوره ۳۷ کاله مخکې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه په افغانستان کې له نږدې لس کلنې جګړې وروسته له ماتې سره مخ شول او د ۱۳۶۹ کال د سلواغې په ۲۶مه نېټه د هېواد په شمال کې د حیرتان بندر له لارې له افغانستانه ووتل.
اسلامي امارت نن د همدې ورځې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي: «الله تعالی د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د ټولو افغانانو او مسلمانانو د جهاد، مبارزې، قربانۍ، هجرتونو او تکلیفونو له برکته افغانانو ته دا ویاړ ور وباښه چې د شوروي اتحاد غوندې ستر قوت مات او له افغانستان څخه یې ایستلو ته اړ باسي.»
اعلامیه کې راغلي: «دا چې د الله جل جلاله په نصرت سره په تېرو سلو کلونو کې درېيم ځل هم افغانستان نوی له اشغال څخه ازاد شوی، څرګندوي چې زموږ مسلمان خلک د خپل دین د ساتنې او مستقل اوسېدو لپاره کلک هوډ او تعهد لري.»
اسلامي امارت لیکلي، د تېرو څه باندې سلو کلونو له پرله‌پسې یرغلونو او په مقابل کې یې د جهاد له کامیابۍ باید په راتلونکي کې متجاوز جهتونه عبرت واخلي او د بیا ځل لپاره د افغانستان د ازادۍ او حریت په ضد ګام پورته نه کړي.
اعلامیه کې راغلي، افغانان باید د تېر په څېر په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيو او دسیسو پر وړاندې بیدار واوسي او د خپل کلک عزم او اسلامي وحدت په ساتلو سره د خپلو اسلافو لار تعقیب کړي او خپل دین، عقیده او خپلواکي وساتي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.